عراقچي: په ایران کې بډایه کول یو اساسي موضوع ده/ اروپا باید د «اسنپ بک» د کارولو پایلې دي ومني

کابل - ایرنا - د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې په ایران کې بډایه کول یوه اساسي او بنسټیزه موضوع او د ایراني ساینس پوهانو یوه لویه علمي لاسته راوړنه ده. هغه زیاته کړه: ایران ته د ' اسنپ بک ' میکانیزم په کارولو ګواښ هېڅ قانوني او سیاسي اړخ نلري، او دا یو غلط اقدام دی، چې اروپا باید د هغې پایلې ومني.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د الشرق شبکې سره په مرکه کې وویل: په ایران کې د یورانیمو بډایه کول یوه اساسي او بنسټیزه موضوع ده. دا په یوه خورا پیچلې برخه کې یوه لویه علمي لاسته راوړنه ده، چې د ایراني ساینس پوهانو لخوا ترلاسه شوې ده.

د ایران یورانیم بډایه کول وارداتي نه دي او له کوم ځای څخه نه دي راوړل شوي، بلکې پخپله زموږ لخوا تولید شوي او رامنځته شوي دي؛ له همدې امله د ایران خلکو لپاره خورا ارزښت لري.

هغه زیاته کړه: په ځانګړې توګه، موږ د یورانیمو د بډایه کولو له امله کلونه تر بندیزونو لاندې وو او د ایران خلکو د یورانیمو د بډایه کولو له امله د بندیزونو درد وزغمل.

 تر دې ټولو مهمه دا چې زموږ یو شمیر ساینس پوهان د یورانیمو په بډایه کولو کې د دوی د رول له امله ووژل شول او شهادت ته ورسیدل.

 له همدې امله، زموږ د شهیدانو وینه د یورانیمو د بډایه کولو په دې پیاوړې ونې کې شتون لري او په هیڅ دول کې د سترګو پټولو وړ نه ده.

د ایران او سعودي عربستان اړیکې په ښه حالت کې دي

عراقچي زیاته کړه: له سعودي عربستان سره زموږ اړیکې اوس مهال په خورا ښه حالت کې دي. موږ له هغه وخت راهیسې چې خپلې اړیکې مو بیا پیل کړې، ښه همکاري لرو او زموږ ترمنځ ډیره پوهه شتون لري.
موږ د سیمې او اسلامي نړۍ په ډیرو مسلو کې هم ورته نظرونه لرو.

هغه وویل: زه ویلای شم چې موږ له قاهرې او منامې سره نږدې اړیکې لرو. لا تر اوسه د هیوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي رامینځته شوي، خو په هر اړخ کې لازم هوډ شتون لري. موږ د هغو شرایطو چمتو کیدو ته انتظار یو، چې زموږ د ډیپلوماټیکو اړیکو د تحقق لامل شي.

امریکا مسؤله ده

عراقچي روښانه کړه: هغه وضعیت چې موږ اوس پکې یو، په هیڅ دول کې د ایران ګناه نه ده، بلکې د امریکا ګناه ده، چې له برجام څخه ووتله او د اروپايي هیوادونو ګناه ده، چې د امریکا وتل یې جبران نکړل.

ایران ته د "اسنپ بک"  میکانیزم په کارولو ګواښ، یو بشپړ غیر منطقي ګواښ دی، چې هېڅ قانوني او سیاسي اړخ نلري. زموږ په نظر، که اروپا د دې کار په لټه کې شي، دا به یو غلط اقدام وي، او مسلما اروپا باید د دې اقدام پایلې ومني.

د خبر پایله.

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .